د جرمني ایالتي مشرانو په ماینس ښار کې د ګډې ناستې پر مهال له فډرالي حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو له دې هېواد څخه د افغانستان او سوریایي کډوالو لړۍ بیرته پيل کړي. هغوی ټینګار کړی، چې باید په لومړي پړاو کې مجرم او هغه کډوال وشړل شي، چې د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.
په هغه پرېکړهلیک کې، چې د ایالتي وزیرانو د کنفرانس تر غونډې وروسته خپور شوی راغلي، چې فډرالي حکومت باید په منظم ډول د افغانستان او سوریې د مجرمو او خطرناکو کډوالو شړلو ته زمینه برابره کړي.
د دې غونډې مشر الیکسانډر شویتسر ویلي، د کډوالو شړلو بهیر باید یوازې تر مجرمو کډوالو پورې محدود نه شي، باید په راتلونکو پړاوونو کې هغه کډوال هم وشړل شي، چې په جرمني کې یې د اوسېدو غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبرینت د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی. هغه ویلي، باید د هغو کډوالو لپاره ځانګړي توقیفځایونه جوړ شي، چې د شړلو حکم یې صادر شوی دی.
په دې طرحه کې له فډرالي حکومت څخه غوښتل شوي چې د پوځي ځایونو په ګډون دې تشې ودانۍ او کانټینرونه د ایالتونو په واک کې ورکړل شي، څو د توقیف ځایونو کار ځنې واخلي.
خو د افغان او سوریایي کډوالو د شړل کېدو مساله د جرمني د سوسیال ډیموکراټ او شنه بهیر ګوندونو د ځينو غړو له مخالفت سره مخ شوې ده.
دوی دې ټکو ته ګوته نیسي، چې له طالبانو سره اړیکه نیول قانوني او سیاسي ستونزې لري او سوریه اوس هم ناامنه هېواد بلل کېږي.

