د ایران د کورنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو او ایرانيانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه ثبت شوي

۲۲ ساعتونه مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر ویلي، چې تر دې دمه په دغه هېواد کې د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.

د نادریاراحمدي په وینا، له دې جملې څخه شاوخوا ۴۰ زره ودونه د افغان نارینه وو او ایراني ښځو او ۴۰ زره نور د ایراني نارینه وو او افغان ښځو تر منځ شوي دي. هغه زیاته کړه، که د دې کورنیو ماشومان هم حساب شي، نو ټول نفوس یې نږدې ۲۵۰ زرو ته رسېږي.

احمدي پرون په تهران کې په یوه غونډه کې وویل: «د قانون له مخې هغه ماشومان چې د دې ودونو په پایله کې زیږېدلي وي، یانې مور یا پلار یې ایرانی وي، د ایران تذکره ترلاسه کولای شي».

هغه زیاته کړه: «د ایران حکومت د کډوالۍ پر پالیسۍ له سره غور کوي، چې د قانوني او غیرقانوني کډوالو تر منځ توپیر وشي».

ایران ادعا کوي، چې دا مهال په دې هېواد کې ۴.۵ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي، په داسې حال کې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو تر شړلو مخکې دا شمېر شاوخوا شپږ مېلیونه و.

احمدي زیاته کړه، افغان کارګر کولای شي چې ۹ میاشتنۍ کاري ویزې واخلي، خو د مودې تر بشپړېدو وروسته باید له ایرانه ووځي او بیا بېرته راشي. وایي، لامل یې دا دی څو د دغو کارګرو د استوګنې اړیکه له خپل هېواد سره پاتې شي.

ایران د روان کال په اوړي کې نږدې دوه مېلیونه افغان کډوال په زور شړلي دي.

نور خبرونه

رادیو