استازولۍ پسې سرګردانه؛شاهین بیا ویلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري

۲۳ ساعتونه مخکې

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د (لړم ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر کابل واکمنو طالبانو ته وسپارل شي. هغه د خپلې ډلې رژیم د افغانانو واقعي استازی حکومت بللی دی.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره مرکه کې زیاته کړې: «زه د ملګرو ملتونو، په تېره بیا د دې سازمان د اعتبار له کمېټې څخه غوښتنه کوم چې انصاف او جغرافيايې واقعیتونه په پام کې ونیسي او پر دې بنسټ پرېکړه وکړي».

شاهین زیاته کړه، چې د دوی حکومت د خلکو واقعي استازی دی او باید ملګري ملتونه دا واقعیت په پام کې ونیسي. خو د ملګرو ملتونو له‌خوا څو څو ځله پر طالبانو تور لګول شوی، چې په دې سازمان کې د غړیتوب شرايط یې نه دي پوره کړي. دغه سازمان بشري حقونو ته درناوی او د ډیموکراټیکو ارزښتونو پالنه د غړیتوب مهم اصلونه ګڼي.

ملګري ملتونو طالبان په دې هم تورنوي، چې د افغانانو بنسټيز حقونه یې نه دي مراعت کړي، په تېره بیا د ښځو د زده کړو او کار مخه یې نیولې، د بیان ازادي نه مني او بهرنیو ترهګرو ډلو ته یې ځای ورکړی دی.

د دې ترڅنګ د افغانستان ځينو مدني فعالانو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې سازمان کې دي د افغانستان څوکۍ طالبانو ته نه ورکوي.

تر دې مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان له پخواني جمهوري نظام له استازي نصیر احمد فایق سره ده، چې له دې ادرس څخه پر طالبانو توندې نیوکې هم کوي.

 

نور خبرونه

رادیو