د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله نن بحرین سره لوبه کوي

۲۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وايي چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله د اسیايي سیالیو په لړ کې نن له بحرین سره لوبه کوي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې ازبکستان ته د ۲ پر ۱۰ په توپیر ماتې ورکړه.

یادې سیالۍ د اکټوبر پر ۲۳مه د بحرین په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې پیل شوې دي، او افغانستان په A ګروپ کې له بحرین، ازبکستان او چین سره لوبې کوي.

نور خبرونه

رادیو