د طالبانو او پاکستان ترینګلې اړیکې؛ پر ډیورنډ کرښه د دروازو بندېدو دوه اونۍ پوره شوې

۱۰ ساعتونه مخکې

د څوارلسمې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره ټولې لارې تړلي او د خلاصېدو په اړه یې کوم څرک نه لیدل کیږي. دواړه غاړې سوداګري زیانمنه شوې او د مساپرو تګ راتګ هم بند دی.

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته چې ولسي وګړو ته په‌کې درنه مرګ ژوبله واوښته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره ټولې پنځه لارې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړل شوې.

په سپین بولدک کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل چې نن به د چمن – سپین بولدک د لارې د خلاصېدو په اړه یوه غونډه وشي. که څه هم سرچینې په دې اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه خو تمه یې وښوده چې د یادې لارې د خلاصېدو په اړه هڅې نتیجه ورکړي.

په ورته وخت کې په چمن کې د سلګونو افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې تر بلې خبرتیا به ټولې لارې تړلي وي.

په ورته وخت کې د لارو د تړل کېدو له کبله پر توکو بار زرګونه موټر د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتي دي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وړاندې ویلي چې د لارو د تړل کېدو له کبله هره ورځ دواړو خواته تر یوه مېلیون ډالرو پورې تاوان رسیږي.

د لارو تړل کېدو د توکو په بیو هم خورا منفي اغیز کړی او پاکستان کې د ځینو خوراکي توکو بیې څو برابره لوړې شوې دي.

رادیو