د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه د لارو تړل لنډمهاله اقدام دی، چې د وروستیو امنیتي اندېښنو له امله ترسره شوی.
وزارت ټینګار کړی چې له سوداګرۍ د خلکو ژوند او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې په ورځ اسلام اباد کې په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ لپاره د عادي پاکستانيانو د ژوند ژغورل د توکو او سوداګرۍ له تګ راتګ ډېر مهم دي.»
نوموړي زیاته کړه چې که څه هم د تجارتي لارو تړل به د سوداګرۍ پر بهیر اغېز ولري، خو د خلکو امنیت د حکومت لومړیتوب دی.
ویاند تایید کړه چې د پاکستان او افغانستان د خبرو دویم پړاو به سبا (شنبه) په استانبول کې ترسره شي.
دغه خبرې د اکتوبر پر ۱۹مه په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته کېږي، چې د ده په وینا «د اړیکو د ښهوالي مثبت ګام» دی.
اندرابي د قطر د منځګړیتوب هڅې «د ستاینې وړ» وبللې او وې ویل: «پاکستان هیله لري چې افغانستان به په خپله خاوره کې چاته د پاکستان پر ضد د فعالیت اجازه ورنه کړي او د اوربند له هوکړې وروسته به د سولې هڅې لا پیاوړې شي.»
ویاند د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د رفع کولو لپاره د وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادۍ غورځنګ، پر وړاندې د باور وړ ګامونه پورته کړي.
هغه وویل، پاکستان تمه لري چې د استانبول په راتلونکې غونډه کې به د څارنې یو باور وړ میکانېزم جوړ شي، څو د افغانستان له خاورې د رامنځته کېدونکو ګواښونو مخه ونیول شي.
د هند د سفارت بېرته پرانیستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویاند وویل، دا د افغانستان او هند ترمنځ داخلي موضوع ده، خو زیاته یې کړه چې «د افغانستان په چارو کې د هند رول په تېرو کې مثبت نه و» او پاکستان د سیمې پرمختګونه له نږدې څاري.
د کونړ سیند پر سر د افغانستان د اعتراضونو په اړه، ویاند وویل پاکستان به د نړیوالو قوانینو له مخې عمل وکړي.
هغه زیاته کړه چې دا ډول مسایل باید د ډېپلوماټیکو لارو او متقابل تفاهم له لارې حل شي، څو د سیمې د همکارۍ فضا زیانمنه نه شي.

