بیکدلي: له افغانستان سره اړیکې د همکارۍ او ستونزو د کمولو په لور روانې دي

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ویلي، تهران د کابل سره اړیکې د متقابلې همکارۍ، اړیکو د پیاوړتیا او د موجودو خنډونو د کمولو په لور پرمخ وړي.

په کابل کې د ایران سفارت د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې بیکدلي دا څرګندونې د مشهد په «ولایتي ډېپلوماسۍ» غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې باید د عملي همکارۍ پر بنسټ لا نږدې شي.

هغه زیاته کړې چې ایران هڅه کوي له افغانستان سره اړیکې یوازې د سیاسي تعامل په کچه نه، بلکې د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو همکاریو په بڼه هم پراخې کړي.

نور خبرونه

رادیو