د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د بشري حقونو د څار بنسټ د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو ملاتړ کوي.
د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د بشري حقونو د څار بنسټ وروستۍ راپور بې بنسټه دی.
د یاد وزارت ویاند سیف السلام خېبر ادعا کړې، چې د بشري حقونو سازمانونو ټول فعالیتونه د اسختباراتي موخو لپاره ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړې:«د امر بالمعروف وزارت د بیان ازادۍ ته چې د شریعت په چوکاټ او د افغاني کتلور په اصولو برابر وي بشپړ ملاتړ کوي او هغوی ته یې د اسانتیا زمینه برابره کړې ده.»
نوموړي ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د ښځو لپاره د اسلامي حجاب د مراعتولو په شرط کاري زمینه برابره کړې ده.
خېبر ویلي:«په ټول هېواد کې تاسو کتلی شي، چې خوېندو ته په کاري چاپیریال کې زمینه برابره شوي ده او د پخوا په پرتله ځان په ټوله کې ډاډمن کڼي.»
همدارنګه نوموړي ویلي، چې هغو خبریالانو او رسنیو ته هېڅکله د فعالیت اجازه نه ورکوي، چې د یادې ډلې د د اصولو خلاف کار کوي.

