تازه خبر

د طالبانو پلاوی د دوحې د تړون د تعقیب لپاره ترکیې ته ولاړ

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته په سفر ولاړ، څو له پاکستاني پلاوي سره د دوحې د توافقنامې په تعقیب خبرې وکړي.

مجاهد پر اېکس پاڼې لیکلي:«د طالبانو له خوا له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې د توافقنامې په تعقیب د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ یو هییت ترکیې ته روان شو.»

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

نور خبرونه

رادیو