په ترکیه کې د پناهغوښتونکو یوه ربړي کښتۍ د موغله ولایت په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې چې له پېښې یوازې یو افغان ژوندی راوتلی. د یاد افغان په وینا په کښتۍ کې اتلس کسان سپاره وه او غوښتل یې چې اروپا ته لاړ شي.
ځایي چارواکو ویلي د پېښې له ځایه د ۱۴ کسانو مړي راېستل شوي او د ورکو کسانو لټون لا روان دی.
د موغله ولایت د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لټون ټیمونو تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي له سمندر راېستلي او یو بل ژغورل شوی کس یې د «چلبی ټاپو» په سیمه کې موندلی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «د ورکو کډوالو د موندلو لپاره د څلورو ساحلي څارنې بېړیو، یوه ځانګړې غوټهوهنې ډلې او یوه هلیکوپتر په مرسته عملیات روان دي.»
د پېښې افغان ژغورل شوي پناهغوښتونکي ویلي: «موږ له موغله څخه د شپې پر یو بجې وخوځېدو، کښتۍ ډېره کوچنۍ وه او له خلکو ډکه وه، لږ وروسته کښتۍ ته اوبه پورته شوې او هر څه په څو دقیقو کې پای ته ورسېدل.»
تر اوسه معلومه نده چې په کښتۍ کې نور سپاره د کومو هېوادنو وګړي وو.
د ترکیې د چارواکو په وینا، ډېری دا ډول پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې کډوال له ترکیې د ایجیېن سمندر له لارې یونان ته د تګ هڅه کوي.
د کډوالۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې نږدې ۴۵۵زره ناقانونه کډوال نیول شوي وو، چې ډېری یې افغانان او سوریایان وو.
د روان کال تر اکتوبر ۱۶مې نېټې پورې دا شمېر تر ۱۲۲ زرو ته پورته شوی دی.

