د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سیمي د ټرانسپورټ وزیرانو په کنفرانس کې د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ په ګډون د لویو پروژو د پرمختګ لپاره د اسلاماباد پر ژمنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه پروژې به د هېوادونو ترمنځ اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکړي.
شهباز شریف د جعمې په ورځ په یاد کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل:«موږ د ریل پټلۍ د نښلولو پر پروژې کار کوو، لکه د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ او د اسلام اباد ـ تهران ـ استانبول نښولو. او ما د دې پروژې په اړه د ترکیې د ولسمشر اردوغان او د ایران له ولسمشر پزشکیان سره خبرې کړې دي.»
نوموړي د ټرانس ـ افغان د ریل پټلۍ پروژه د هېوادونو ترمنځ د نښلولو او د سوداګرۍ د بدلون لپاره یو ښه فرصت بللی دی.
د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو تر څو د یوې لویې اقتصادي لارې په جوړېدو سره منځنۍ اسیا د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل کړي.

