د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې له بریټانیا او نورو متحدانو غوښتي چې پر روسیه فشارونه زیات کړي.
د بریټانیا لومړي وزیر سټارمر ټینګار کړی چې باید د روسیې د انرژۍ عایدات محدود او اوکراین ته د اوږد واټن توغندي ورکړل شي.
په لندن کې د «داوطلبو ملاتړو اتحاد» غونډه ترسره شوه، چې په کې د ناټو سرمنشي او د هالڼداو ډنمارک لومړي وزیرانو حضورياو ۲۰نوروهېوادونوپه انلاین بڼه ګډون کړی وو. دا اتحادد ناټو له رسمي چوکاټ بهر داوکراین د مالي او نظامي ملاتړ لپاره کار کوي.
اروپايي اتحادیې د اوکراین لپاره د راتلونکو دوو کلونو مالي ملاتړ تصویب کړی، خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د روسیې کنګل شتمنۍ د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره وکاروي.
په عین وخت کې اروپايي اتحادیې پر روسیه بندیزونو هم لګولې دي، چې پکې د روسي مایع طبیعي ګازو وارداتو بندیز شامل دی.
زلنسکي په غونډه کې وویل که مسکو د فشار تر جدي کچې ورسېږي، ښایي د خبرو امادګي وښيي. خو روسیې خبرداری ورکړی چې د هغې پر شتمنیو هر ډول مصادره به «دردناک ځواب» ولري او د روسیې پر خاوره د اوږد واټن وسلو هر برید به له سخت غبرګون سره مخ شي.

