سعودي عربستان: د عمرې وېزو نوي مقررات راتلونکې اونۍ عملي کیږي

۴ ساعتونه مخکې

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د عمرې وېزې په اصولو کې نوي بدلونونه اعلان کړي، چې له مخې به یې د وېزې له اجرا وروسته، که عمره کوونکی په ۳۰ ورځو کې سعودي عربستان ته داخل نه شي، وېزه یې په اتومات ډول لغوه کېږي. دا تګلاره به راتلونکې اونۍ نافذه شي.

د نويو مقرراتو له مخې د عمرې وېزې اعتبار د صادرېدو له نېټې څخه د درېیو میاشتو پر ځای یوې میاشتې ته راکم شوی، خو د عمرې له ترسره کولو وروسته د اوسېدو موده به لا هم درې میاشتې پاتې شي.

د سعودي د عمرې او زیارت ملي کمېټې سلاکار وویل، دا پرېکړه د وزارت د هغو تیاریو برخه ده چې موخه یې د عمره‌ کوونکو د شمېر د زیاتوالي منظم مدیریت دی. نوموړي زیاته کړه، تمه کېږي چې د دوبي له پای او د مکې او مدینې د تودوخې له کمېدو وروسته د عمرې زیارتونو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

هغه وویل: «نوي مقررات به د خلکو د ګڼې‌ګوڼې د کنټرول او په حرمین شریفین کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.»

یاده دې وي چې د عمرې له روان فصل راهیسې، چې د جون په لومړیو کې پیل شوی، تر اوسه له څلورو میلیونو زیاتو عمره‌ کوونکو وېزې ترلاسه کړې دي.

نور خبرونه

رادیو