د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.
نتنیاهو لیکلي: « دښمنانو مونږ د مکړۍ جال او ګردونه بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي. مونږ لا هم ولاړ یو، پیاوړي، بریالي، جوړوونکي او جنګیالي یو.»
نتنیاهو په خپل پیغام کې اسراییلي پوځ مخاطب کړې او زیاته کړې یې ده، « تاسې د ایران اساسي محور مات کړ».
هغه همدارنګه ویلي چې اسراییل د پرمختګ او امنیت دواړو لپاره هڅې کوي. د هغه په وینا، په «کریات ګات»سیمه کې به شاوخوا ۲۱زره نوي استوګنځایونه جوړ شي او زرګونه دندې به رامنځته شي، چې دا به د جنوبي سیمو د بیا ودې لامل شي.

