د برتانیا پاچا چارلس له خپل کشر ورور شهزاده انډریو څخه ټول شاهي لقبونه واخیستل او هغه ته یې امر کړی چې د وینډسر ماڼۍ ته نږدې خپل شاهي استوګنځی خالي کړي. دا اقدام د انډریو د جنسي مجرم جیفري اپسټین سره د اړیکو له امله شوی.
شاهي ماڼۍ د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د ملکې الیزابت دوهم زوی او د پاچا ورور ۶۵ کلن انډریو نور د شاهي لقبونو کارولو اجازه نه لري، په دې سره به د یارک ډیوک او اوس به د انډریو ماونټ بیټن-وینډسر په نوم پیژندل کیږي.
انډرو مخکې څو ځله د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ټول تورونه رد کړي وو.
د شاهي ماڼۍ د رسمي اعلامیې له مخې، انډرو دې ته هم مکلف شوی، چې د خپل شانداره استوګنځای رویال لاج د اجارې تړون لغوه کړي، دا ماڼۍ د وېنډزر په شاهي املاکو کې موقعیت لري او هغه اوس باید په ختيځ انګلستان کې یو خصوصي کور ته انتقال شي.
د بکینګهام ماڼۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه خپله د پاچا له لوري شوې او هغه د شاهي کورنۍ د نورو غړو، په تېره بیا د ولیعهد شهزاده ویلیم ملاتړ له ځان سره لري.
شاهي ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي:«دا سزاګانې د انډرو د انکارونو سربېره ضروري وبلل شوې. پاچا او ملکې تل له هغو کسانو سره خپله خواخوږي او همدردي ښودلې ده چې د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې قربانیان یا ژوندي پاتې شوي وي او دا به لا هم دوام ولري.»

