د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره دې د بندیزونو پر ځای د تشویق تګلاره غوره کړي.
هغه ویلي: «یوازې د هڅوونکي چلند له لارې کولای شو چې افغانستان ته د سم لوري پر لور لارښونه وکړو.»
ال ثاني زیاته کړې چې طالبان غواړي افغانستان د نړۍ پر وړاندې پرانیزي او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي، طالبان هڅه کوي یو منظم حکومت جوړ کړي او له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې رامنځته کړي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د قطر د دریځ په تړاو وویل: « پر ځای د دې چې ووایو د دې کار لپاره به مجازات شئ، باید برعکس ووایو که دا کار وکړۍ، ستاینه او انعام به ترلاسه کړې.»
هغه وایي چې باور لري، هغه ډلې یا هېوادونه چې غواړي له نړیوالې ټولنې سره عادي اړیکې ولري، په دې کار سره به بریالي شي.
نوموړي همدارنګه د قطر د منځګړیتوب رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغه هېواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه منځګړیتوب کوي.

