وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکوي چې د ټرمپ ادارې په وینزویلا کې د بریدونو لپاره د مخدره توکو د قاچاق لپاره کارول شوو نظامي تاسیسات په شمول نور اهداف په ګوته کړي دي.
چارواکو ویلي،چې په وینزویلا کې د ځمکنیو بریدونو د ترسره کولو په اړه وروستۍ پریکړه لا نه ده شوې، مګر احتمالي هوایی بریدونه به د مخدره توکو د قاچاق ډلو او مادورو حکومت سره تړلو اهدافو باندې تمرکز وکړي.
د راپور له مخې، په وینزویلا کې د متحده ایالاتو د بریدونو په احتمالي اهدافو کې بندرونه او هوایی ډګرونه هم شامل دي، دا هغه سمندري تاسیسات او هوایی ډګرونه دي، چې د وینزویلا د پوځ تر کنټرول لاندې دي او ویل کیږي چې د مخدره توکو د قاچاق لپاره کارول کیږي.

