نړۍوال بانک په یوه مفصل راپور کې ویلي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وږي میاشتې زلزلې خلکو ته د نږدې ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي تاوانونه اړولي دي. د راپور له مخې؛ دغه شمېر د افغانستان د ۲۰۲۳ مالي کال د ټول کورني تولید له یو سلنې ډېره برخه جوړوي.
په راپور کې راغلي، تر ټولو ډېر زیان د عامو وګړو کورونو ته رسېدلی چې ارزښت یې شاوخوا ۶۴.۱ مېلیونه ډالره اټکل شوی او د ټولو زیانونو ۳۵سلنه برخه جوړوي. ورپسې غیر استوګنیزو ودانیو ته شاوخوا ۴۵.۵مېلیونه ډالره زیان ور اوښتی دی. همدا راز د ۳۲.۷مېلیونه ډالرو په ارزښت سړکونه، پلونه، د برېښنا مزي او نور بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي.
(د وږي میاشتې په ۹مه) نېټه شوې دغه زلزلې چې شدت یې ۶ درجې و، په ختیځو ولایتونو کې یې درنه مرګژوبله خلکو ته واړوله. تر ۲زرو ډېر کسان مړه او نږدې ۴زره نور یې ټپیان کړي وو.
د راپور له مخې؛ کونړ ولایت تر ټولو ډېر زیان لیدلی، چې ۱۳۴.۷ مېلیونه ډالره یې زیان اټکل شوی او د اوښتو زیانونو ۷۴سلنه جوړوي. ورپسې ننګرهار ولایت دی، چې ټولټال ۴۲.۶مېلیونه زیان ور اوښتی دی. نړۍوال بانک لیکلي، چې زلزلې د روغتیا، زدهکړو او اوبو رسولو تاسیساتو ته هم زیان رسولی، چې له امله یې د دغو خدماتو په وړاندې کولو کې خنډونه پیدا شوي دي.
راپور زیاتوي، د وږي میاشتې دغې زلزلې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې او د عامو وګړو ژوند یې سخت اغېزمن کړی. د اټکل له مخې؛ له ۵۰۰زرو تر ۱.۳مېلیونه انسانانو پر ژوند یې اغېز کړی دی.
راپور زیاتوي، چې (د سپټمبر تر ۲۵مې) نېټې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۹۲ تنه ثبت شوی او دغه پېښه د ۱۹۹۸ کال راهیسې تر ټولو وژونکې زلزله ګڼل شوې ده. نړۍوال بانک وایي، دغه ناورین داسې مهال پېښ شوی چې په افغانستان کې نړۍوالې مرستې مخ په کمېدو دي او سیمهییزې شخړې مخ په لوړېدو دي.

