د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو نښتو او له هغې راوروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ټولو لارو تړل کېدو له کبله په افغانستان او پاکستان کې د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د لارو تړل کېدو له کبله دواړه هېوادونو ته هره ورځ شاوخوا یو مېلیون ډالر تاوان رسېږي او نږدې ۵۰۰۰ کانټینرونه د دواړو غاړو په بندرونو کې بند پاتې دي.
د الکوزي په خبره؛ د تازه مېوو، سبزیو، درملو، غنمو، وريجو، بورې، غوښې او لبنیاتو صادرات او واردات په بشپړ ډول درېدلي او هره ورځ لسګونه کانټینره سبزي خوسا کېږي.
وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی و، چې د پاکستان په ځینو ښارونو د یوه کیلو رومیانو بیه د چرګانو له یوې کیلو غوښې لوړه شوې ده. دا مهال د پاکستان په بازارونو کې یو کیلو رومیان ان په ۷۰۰ پاکستانۍ کالدارو پورې پلورل کېږي، چې دا د تېر پرتله ۵ برابره زیاتوالی ښیي.
که څه هم په تېرو شاوخوا دوه اونیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په لنډمهالي ډول د ځینو لارو د خلاصېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي؛ خو طالبانو ویلي چې لاره د هغو افغان کډوالو د ستنولو لپاره پرانیستل شوې وه، چې له کرښې هاخوا بند پاتې دي.

