استانبول کې له طالبانو سره له افغانستان نه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه خبرې کېږي

۱۱ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، سبا د شنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې له افغان طالبانو سره د مذاکراتو دویم دور پیلیږي. هغه هیله څرګنده کړې چې طالبان به له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د اونیز خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې له افغان طالبانو سره د مذاکراتو دویم پړاو سبا د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې ترسره کېږي.

نوموړي وویل:«د ترکیې په کوربه‌توب د اکټوبر په ۲۵مه په استانبول کې د راتلونکې غونډې په ترڅ کې به د څارنې د یو مشخص او تایید وړ میکانیزم د جوړولو خبرې وشي، ترڅو د ترهګرۍ ګواښ ته رسیدګي وشي. په دې خبرو کې به د افغانستان له خاورې څخه سرچینه اخیستونکې ترهګرۍ په اړه بحث وشي.»

پاکستان بار-بار افغان طالبان په دې تورن کړي چې ترهګرو ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی او په پاکستان کې ناامني له افغانستان څخه پلان کیږي، خو طالبانو هر ځلي دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې په ۱۷مه نېټه پر کابل ښار او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ مرغۍ سیمه کې هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان په غیر مستقم ډول ویلي و، چې د کابل په برید کې یې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسید وژلی دی.

خو له یادو بریدونو څو ورځې وروسته د ټي ټي پي مشر نور ولي مسید په یوې تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې وه وویل د خېبر پښتونخوا ایالت په خېبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې پاکستان د یو مسوول حکومت په توګه سیمه ییزې سولې او ثبات ته ژمن دی او د تاوتریخوالي د زیاتیدو هڅه نه کوي.

نوموړي له افغان طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې له نړیوالې ټولنې سره دې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د پاکستان اندېښنو ته دې رسیدګي وکړي.

طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاوندي هېواد پر ضد نه کاریږي.

نور خبرونه

رادیو