عبدالحکیم حقاني: له عصري علومو پرته د اسلامي نظام پیاوړتیا ناممکنه ده

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د لوړو زده کړو وزارت په یوې غونډه کې وویل، چې له عصري علومو پرته د اسلامي نظام پیاوړتیا او پلي کول ناممکن دي.

هغه ټینګار کړی، چې نظام د خپل ثبات او دوام لپاره ځواک او پوهې ته اړتیا لري او دا ځواک د عصري علومو له لارې ترلاسه کېدای شي.

حقاني د تحصیلي سیسټم د پیاوړتیا برخه کې، د تحصیلي موادو اصلاح او بیا کتنې ته په اشارې سره وویل:« د اسلامي ارزښتونو او افغاني دود سره سم د درسي موادو چمتو کول، د اسلامي نظام تقویت لپاره محوري رول لوبوي، چې په بیا کتنې سره یې د تحصیلي نظام نورې برخې هم اصلاح کېږي.»

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال د تحصیلي نظام پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

همدارنګه عبدالحکیم حقاني زیاته کړې:« زموږ د افغانستان استادان ټول مسلمانان دي، د کار خلک دي او ښه خلک دي او څوک چې په دې ملک کې د اسلام سره نه وو جوړ ټول لاړل وتښتېدل او افغانستان یې پرېښود.»

عبدالحکیم حقاني دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې ډېری مسلکي استادان له دندو ګوښه او پر ځای یې ملایان او قاریان د استادانو په توګه په پوهنتونو کې په دندې وګمارل.

نور خبرونه

رادیو