د زلمي خلیلزاد په شتون کې؛ ملا برادر د ګازو او تېلو د یوې عربي کمپنۍ له مسول سره کتلي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت د ریاست الوزار داقتصادي معاونیت د دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د سعودي عربستان له دلتا انټرنشنل کمپنۍ مسولینو سره د ګازو د استخراج او نل لیکو د غځولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه کې کتنه کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړی و. همدا راز زیاته شوې،‌ که څه هم په دې اړه څه نه دي ویل چې په دې ناسته کې خلیلزاد ولې ګډون کړی و؛ خو دا په‌کې راغلي چې د دلتا انټرنشنل کمپنۍ اجراییوي مشر شاهر التقي د ګاز او نفتو د سکتور په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

د خبرپاڼې په ټکو د دلتا انټرنشنل کمپنۍ مسولینو همدا شان ژمنه کړې چې په تخنیکي برخه کې به د افغان انجنیرانو د روزنې لپاره هم همکارۍ وکړي.

د یادې عربي کمپنۍ مسولینو وړاندې د طالبانو حکومت له ځینو نورو چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی به په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو په برخه کې هم مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو