د طالبانو په واک کې د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې په ازربایجان کې د طالبانو سفیر محمد فیصل د دغه هېواد د تېلو او ګازو د دولتي شرکت له مرستیال کنعان نجوف سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دواړو خواوو همدا شان د تېلو د صادراتو پر زیاتوالي او د ټرانسپورټي ستونزو پر حللارو هم خبرې اترې کړي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې نجفوف له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ژمنه کړې او ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر هم وکړي.

