د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې پرون جمعه له ایران او پاکستان نه ۶۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۱۳ تنه کیږي افغانستان ته ستنې شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې یادې کورنۍ د سپین بولدک او د اسلامکلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي. د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون همدا شان ویلي چې له ستانه شویو کډوالو سره د ځینو لومړنیو توکو مرستې هم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سلګونو افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي. په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په موقت ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.
په دې وروستیو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول تېزه کړې او هره ورځ د سلګونو کورنیو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کیږي.
ملګرو ملتونو او د بشري مرستو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان ته په لوی شمېر د کډالو ستنېدنه او د دغه هېواد د ټکني اقتصادي وضعیت له کبله د بشري مرستو اړتیا بیخي زیاته ده او باید دې مسالې ته جدي پام وشي.

