د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې هغه د طالبانو له چارواکو سره په خپله لیدنه کې د ټولشموله حکومت او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر سره د رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له استازو سره په لیدنه کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
نوموړي سیمه ییز ثبات یو مهم موضوع بللې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره په خبرو کې یې د شخړو د کمولو او د دوامدارو حل لارو د موندلو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ریچارډ لېنډسي د افغانستان د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو، عامې روغتیا، کډوالو وزیرانو او د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې له مشر سره هم لیدنې او خبرې کړې دي.
هغه په دې لیدنو کې د بشردوستانه مرستو د اسانتیا، د انټرنېټ ته د لاسرسي اړتیا، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د بیاکتنې او د سیمه ییز ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ښاغلي لېنډسي لیکلي دي: «دا سفر یوه موقع وه، څو د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره د ګڼو مهمو موضوعاتو په اړه رغنده تعامل وشي.» هغه زیاته کړه، چې بریتانیا د افغان ولس له ملاتړ سره ژمنه ده او سږکال یې د افغانانو د مرستې لپاره څلور میلیونه پونډه بېړنۍ بودجه او تر ۱۵۱ میلیونو پونډو پورې د بشردوستانه پروګرامونو لپاره ځانګړې کړې ده.
دغه د بریتانیا لوړپوړي دیپلوماټ څرګنده کړې، چې د انټرنېټ پرېکېدل په افغانستان کې د ضروري خدماتو وړاندې کول ګډوډوي او زیان منونکي ټولنې له نورو څخه منزوي کوي. نوموړي د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان په ټولو برخو کې د خلکو د انټرنېټ لاسرسی وساتي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، چې په دې سفر کې یې له یو شمېر فعاله ښځو او د مدني ټولنې له غړو سره هم لیدنې کړي دي. هغه په دغو لیدنو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له امله رامنځته شوي ننګونې او د هغو اغېزې یې ارزولې دي، چې د مرستو د وېش پر بهیر اغېز کوي.
د بریتانیا ځانګړي استازي د طالبانو د کډوالو له وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ له اوربند څخه هرکلی کړی.

