د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصاد رييس لعل محمد منیب غزني کې په یوې غونډه کې وویل، افغانستان د څو لسیزو په اوږدو کې د ډېرو بریدګرو د ماتې ځای پاتې شوی او په وینا یې اوس د افغان ملت پر وړاندې د انساني قاچاق او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده.
لعل محمد منیب د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) په غزني کې د «ولسونو، اتحاد، اسلامي نظام بقا او هوساینې» تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل: «اوس د افغان ملت پر وړاندې د او وحشت په نوم نوې جګړه پیل شوې ده. افغان ملت باید ویښ او هوښیار پاتې شي او په کلک عزم سره دا جګړه وګټي.»
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو د طالبانو له لوري پر ټولنیز ژوند د محدودیتونو د لګولو او په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د مخنیوي او همداراز د بېکارۍ او فقر له امله نورو هېوادنو ته په مرګونو او ناقانونو لارو مخه کړې ده.
اخوا، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده بیا د تېر کال د مرغومې میاشتې په ۲۱مه د انساني قاچاق په اړه په نوي شپږمادهییز فرمان کې خپلو امنیتي او کشفي ادارو ته امر وکړ، چې انساني قاچاقبر تعقیب او هغوی بندیان کړي.
مولوي هبتالله ویلي، چې انساني قاچاق یو «غېرشرعي» عمل دی او په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې دا ستونزه موجوده ده.
د طالبانو مشر د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زدکړو، اطلاعاتو او فرهنګ، امربالمعروف او نهې عن المنکر، سرحدونو او قبایلو او مخابراتو وزارتونو ته امر کړی، چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي کړنلارې جوړې او عملي کړي.
دا چې یادو وزارتونو د خپل مشر دغه فرمان په بشپړ ډول عملي کړی او که نه، تر اوسه په کره توګه روښانه نه ده.

