شاپور حسنزوی: طالبانو د یوې دسیسې له مخې په ناحقه بندي کړی وم

۲ ورځې مخکې

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسنزوی وایي، چې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي عمومي مشر ساتونکو د یوې دسیسې له مخې په ناحقه بندي کړی وو. نوموړی وايي، چې د غږ پورته کولو په اړه طالبانو ورته بې شمېره اخطارونه ورکړي دي.

شاپور حسنزوی د شنبې په شپه (د لړم ۳مه) په خپلې فېسبوک پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي: «د تخنیکي او مسلکي عمومي مشر ساتونکو زما د کور مخې ته زما موټرچلوونکی په ناحقه وواهه او بهانه یې لټوله، تر څو زما بې‌عزتي وکړي او زه یې ناحقه بندي کړم.»

دا په داسې حال کې ده، چې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په شخصي جامو کې څو وسله‌وال کسان له موټر څخه ښکته کېږي، یو کس په زور موټر ته پورته کوي او وهي یې.

حسنزوی وايي، چې ستونزه یې د طالب مشرانو سره هم شریکه کړې؛ خو چا یې غږ نه دی اورېدلی او نه یې هم همکاري ورسره کړې.

هغه زیاتوي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو له خوا ورته اخطارونه ورکړل شوي، تر څو غږ پورته نه کړي.

نوموړی ټينګار کوي، چې هېڅ زور به یې له حق ویلو منعه نه کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د یادولو ده، چې شاپور حسنزوی تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو له خوا زنداني شوی.

نور خبرونه

رادیو