علي‌رضا بېکدلي: هڅه کوو هغه توکي چې له نورو هېوادونو واردوو، له افغانستان څخه یې وارد کړو

پرون

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي وايي، تهران هڅه کوي ځینې هغه توکي چې پخوا به یې له نورو هېوادونو واردول، اوس له افغانستانه وارد کړي. ایران غواړي د پیل لپاره له افغانستان څخه غوښه، پنبه او ځینې کرنیز محصولات وارد کړي.

علي‌رضا بېکدلي د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر د ترسره شوي سفر د پایلو په تړاو ویلي، له طالبانو سره هوکړه شوې «ځينې هغه سوداګریز توکي چې پخوا به مو له نورو سیمو راواردول، د افغانستان د چمتووالي په صورت کې به له دغه هېواده راوارد کړو. د پیل لپاره غوښه، پنبه او ځينې کرنیز محصولات د هدف په توګه مشخص شوي دي.»

بېکدلي زیاته کړې، تهران هڅه کوي چې له افغانستان سره په سوداګرۍ او کاني برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره لارې چارې جوړې کړي او په وینا یې، که په کاني برخو کې د همکاریو نوې هوکړې وشي، نو ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه څه باندې ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

هغه وايي: «د دغې هوکړې بنسټ به زموږ د هېواد د کانونو برخو کې د ښکېلو ادارو او افغانستان تر منځ نوې همکارۍ وي او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي.»

د نوموړي په وینا، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر له سفر وروسته د دواړو لوریو تر منځ د پلاویو تګ راتګ پیل شوی او زیاتوي: «په کور دننه باید له افغانستان څخه د ځینو توکو د واردولو لپاره باید بودجه ځانګړې شي او همداراز د یادو محصولاتو د ساتنې او قرنطینې لپاره تاسیسات جوړ شي.»

هغه وايي، طالبانو په دې برخه کې دوه میاشتنۍ موده ټاکلې څو په دې برخه کې د شته ظرفیتونو راپور ورکړل شي او زیاتوي: «موږ په پوره جدیت سره دغه موضوع څارو او هیله‌مند یو چې د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون په غونډه کې چې ډېر ژر به د کابل په کوربتوب جوړه شي، د دغو تحرکاتو د پایلو شاهدان واوسو.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تلې میاشت کې وویل، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۶۲۶ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې شمېر کې یوازې ۱۳ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادرات او یو میلیارد او ۶۱۳ میلیونه یې واردات دي.

ایران ته په صادراتو کې تر ډېره سُرب، پنبه، سره ممیز، غېرالکولي مشروبات، د سبزیجاتو تخمونه، بادام، کاني ډبرې، پروسس شوې شوکاڼې او کښته او له ایران څخه بیا په وارداتو کې تر ډېره ډېزل، پټرول، اوبلن ګاز، د موټرو پرزې، سمنټ، اهن‌چادر، کتان او هګۍ شامل دي.

نور خبرونه

رادیو