په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې ددغه سفارت سفیر سردار احمد شکیب د اسلاماباد نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس ډاکټر احمد سعد الاحمد سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې کړي.
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ د لړم په لومړۍ نېټه، پر اېکس پاڼې لیکلي چې سردار احمد شکیب د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له مشر سره لیدنه کړې او په لیدنه کې شکیب یاد پوهنتون د اسلامي ورورولۍ او د مسلمانو ملتونو ترمنځ د علمي همغږۍ سمبول بللی دی.
همدا راز شکیب د کابل نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړیدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
سفارت زیاتوي، چې شکیب په پاکستان کې د افغان محصلینو وروستۍ ستونزې مطرح کړې او وې ویل: «د استوګنې د پياوار او ایسيسي اسنادو د اعتبار ختمېدل، د تحصیلي ویزو د تمدید ستونزې، مالي مشکلات او د بورسونو محدودیتونه د محصلینو د جدي اندېښنو سبب شوي او د دوی د تحصیل بهیر یې متاثر کړی دی.»
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې ډاکټر احمد سعد الاحمد ژمنه وکړه چې یادې اندېښنې به د پوهنتون له رهبري هییت سره شریکې کړي او د خپلې صلاحیتي حوزې په کچه به د افغان محصلینو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.
سفارت زیاتوي چې نوموړي د اسلاماباد نړيوال اسلامي پوهنتون او کابل نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراخېدو وړاندیز هم تایید او ملاتړ یې کړی.

