د پکتیا پوهنتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو زدهکړیالانو په افغانستان کې د لومړي ځانمرګي بریدګر له مقبرې څخه لېدنه کړې ده. د پکتیا پوهنتون دغه لېدنه د فرهنګي سیر په نوم یاده کړې ده.
د پکتیا پوهنتون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو محصلانو تېره ورځ د پکتیا ولایت ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې په افغانستان کې د لومړي ځانمرګي بریدګر حیات الله له مقبري څخه لېدنه وکړه.
د پکتیا پوهنتون د زده کړیالانو او همغږۍ امر نصرالله ظهیر دا ډول سفرونه د زده کړیالانو لپاره خورا مهم بللي دي.
پر همدغه مهال بیا د پوهنتون یو شمېر استادانو د ځانمرګي له مقبرې څخه د زده کړیالانو لېدنې په اړه سختي نیوکې کړي، دوی وایي، طالبان په دې ډول کړنو سره د زدهکړیالانو په ذهن کې افراطي او جنګي مفکوره پیچکارې کوي.

