د تاجکستان د استخباراتو وزیر: د طالبانو ضد ډلې نور تاجکستان کې ځای نه لري

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه هېواد د استخباراتو وزیر ډګر جنرال سایمومین یتیموف سره لیدلي دي.

نوموړي طالبانو ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې هغو کړیو ته ځای ورنه کړي چې د افغانستان د ناامنه کولو هڅه کوي.

د بلخ ولایت له مطبوعاتي دفتره په ترلاسه شویو معلوماتو کې راغلي چې یوسف وفا په خبرو کې ویلي، طالبان د شرعي نظام پر بنسټ او د ملي ګټو په محور ولاړې اړیکې غواړي، خو د هېچا تر اغېز لاندې نه راځي.

په دغه ناسته کې وفا دا هم ویلي، چې د طالبانو ځواکونو د داعش پر وړاندې له واک ته رسېدو وړاندې هم قرباني ورکړې او اوس یې هم اراده ټینګه ده، څو د سیمې د ثبات او امنیت لپاره د دغې ډلې مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو