د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې لوړپوړې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په وروستۍ لیدنه کې ویلي، له پاکستان سره تر جګړې وروسته افغانانو او نړۍوالو ته دا خبره روښانه شوې چې نور پاکستان پر طالبانو کوم ځانګړی اغېز نه لري.
دغه سرچینه وايي، د خلیلزاد او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ دا لیدنه د خلیلزاد په غوښتنه ترسره شوې وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو وړاندې یې غوښتنه کړې وه.
د سرچینې په وینا، د غونډې په پیل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان د وروستي جنګ په اړه د طالبانو د دریځ او غبرګون په اړه له خلیلزاد څخه وپوښتل.
په دې لیدنه کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د تنظیم، د سیمې، روسیې، چین او هند په اړه د امریکا ستراتیژیک نظر، د انټرنېټ وضعیت او د پاکستان سره د اړیکو د تنظیم په اړه هم خبرې شوې دي.
سرچینې وویل، د غونډې په پای کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او خلیلزاد د شاوخوا نیم ساعت لپاره په جلا توګه سره ناست وو، خو د هغو خبرو جزییات معلوم نه دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پخوانی استازی څو ورځې وړاندې کابل ته په یو نااعلان شوي سفر تللی و، چې هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سربېره یو شمېر لیدنې کړې دي.

