یوسف وفا له تاجکستان وغوښتل چې افغان سفارت طالبانو ته وسپاري

۱۹ ساعتونه مخکې

د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا د پنجشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته سفر وکړ او د یاد هېواد له چارواکو سره د لېدنې پر مهال یې د ډېپلوماټیکو اړیکو ټینګلو غوښتنه کړې ده.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې یوسف وفا د تاجکستان په بلنه د یاد هېواد پلازمېني دوشنبې ته سفر کړی او د یاد سفر پرمهال یې د تاجکستان د سرحدونو د قوماندان خورشید عطازاده او د استخباراتو وزیر سیدمومن ستاراویچ سره په کتنه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

وفا ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول ناامني د ګاونډیو هېوادونو لپاره زیان لري.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې تاجکستاني چارواکو هم د خپلو خبرو پرمهال د امنیتي او استخباراتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

تاجکستان له طالبانو سره ډېپلوماتیکې اړیکې نه لري او د جمهوریت له نسکورېدو راهیسې یې د طالبانو ضد یو شمېر شخصیتونو کوربه‌توب هم کړی دی.

تاجکستان د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو خلاف تر اوسه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت طالبانو ته نه دی سپارلی.

تاجکستان په ځلونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندیښنې ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د امنیت د دولتي کمېټې مشر سید مومن یتیموف تېر کال کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د استخباراتو له چارواکو سره ولیدل. هغه مهال ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویل و، چې د تاجکستان امنیتي چارواکي کابل ته د سفر پرمهال له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې وي.

نور خبرونه

رادیو