د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې یې له شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو او د دیني مدرسو له طالبانو څخه د دوحې د تړون په اړه د یوې سیالۍ په ترڅ کې ازموینه اخیستې ده.
وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ازموینې موخه د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د «د دوحې تړون شرعي ځای او ارزښت» په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول دي.
چې د سیالۍ درې مخکښو ګډونوالو ته یې لپ ټاپ، ساعت او یو څه نغدې پیسې د جایزې په توګه ورکړي دي.
په لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې «د دوحې او د حدیبیې تړون» ترمنځ د ورته والي په اړه د ازموینې بله موخه وه.
د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې لاسلیک شو. د دې تړون له مخې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او پخوانی حکومت د طالبانو په لاس نسکور شو.
د حدیبیې تړون شاوخوا ۱۴ پېړۍ مخکې د اسلام د پیغمبر (ص) او د مکې د قریشو تر منځ لاسلیک شوی و.
د طالبانو چارواکو لا تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې د دوحې تړون او د حدیبیې تړون تر منځ څه ډول ورته والی شته.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پنجشیر ولایت کې هم د تلې په ۱۲مه نېټه د دوحې تړون په اړه ورته ازموینه د ابشار ولسوالۍ کې له ۲۰۰ زده کوونکو څخه اخیستې وه.
طالبان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د «سیرتالنبي» تر نوم لاندې ازموینې اخیستې دي. د افغانستان انترنشنل موندنې ښيي، چې طالبان د «سیرتالنبي» تر نوم لاندې تاریخي ناسم معلومات وړاندې کوي.

