په کونړ ولایت کې د یوې کورنۍ د سفر پر مهال موټر د سیند له غاړې اوبو ته لوېدلی، چې له امله یې څلور تنه مړه شوي، په مړو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
ځايي سرچینې وايي، دا پېښه د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ په شابل کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وایي د یادې پېښې د دوو ماشومانو جسدونه لا هم ورک دي.

