د اکټوبر په ۱۱مه نېټه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله پر ډیورنډ کرښه ټولې لارې بندې شوې او نن ۱۲مه ورځ ده، چې د مساپرو په ګډون پرې د هر ډول بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند دی. دغه بندښت د دواړه غاړو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې لاهم په تورخم کې دواړه غاړو ته د لارې د خلاصون لپاره هلې ځلې نه لیدل کېږي. درې ورځې وړاندې طالبانو او پاکستان په تورخم کې خپل ګمرکي مامورین د چارو ترسراوي لپاره ور غوښتي وو او اټکل کېده، چې ښايي دغه لاره ژر د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شي؛ خو لا تراوسه همداسې بنده پاتې ده.
په ننګرهار کې یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د دغې لارې د بندښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي او درانه مالي زیانونه یې لیدلي دي. دی وایي، د تازه مېوو او سبزیجاتو بار لارۍ یې تورخم کې څو ورځې دمخه نوبت ته ولاړې وې، څو پاکستان ته یې ولېږدوي؛ خو جګړې یې مخه ونیوله.
د هغه په خبره: «جنګ چې شروع شو، موږ خپلې لارۍ بېرته راواپس کړې. دوه شپې مو انتظار وکړو؛ خو پته یې ونه لګېده او بیا مې جلالاباد کې په ارزانه بیه خرڅې کړې او سخت تاوان مې پهکې وکړو».
هممهاله د کندهار په سپین بولدک کې هم سوداګر له ورته ستونزو سره مخ دي او هلته هم د چمن دروازه تړلې ده؛ خو یوازې کله کله له پاکستان نه اېستل کېدونکو کډوالو ته پرې افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي. هلته هم د کرښې دواړه غاړو کې زرګونه بار وړونکي موټرونه په کتارونو کې ولاړ دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
په تورخم کې د بار وړونکو موټرو تر څنګ له پاکستان نه اېستل کېدونکي افغانان هم له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره انتظار کوي. یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې له تېرو ۱۲ورځو راهیسې له بېلابېلا ایالتونو پولیسو نیولي او تورخم ته لېږدول شوي؛ خو اوس یې د اوښتو بهیر له سخت ځنډ سره مخ دی.
دغه کډوال شکایتونه کوي، چې که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو د دوی اقتصادي ستونزې به ډېرې شي او ان د خوړو له نشتوالي سره به هم مخ شي. له دې سره، سره په پاکستان او افغانستان کې د توکو بیې هم لوړې شوې دي. په پاکستان کې د سبزیجاتو او تازه مېوو بیو څخه خلک پوزې ته راغلي.
د معلوماتو له مخې؛ نن ورځ په پښتونخوا او اسلاماباد کې د یو کیلو رومیانو بیه ۷سوه کلدارو ته پورته شوې، په داسې حال کې چې ۱۳ورځې وړاندې تر جګړې دمخه دغه بیه یوازې ۱۵۰ کلدارې وه. هممهاله د انګورو او انارو بیې هم لوړې شوې او لامل یې دا دی، چې له افغانستان نه د سبزیجاتو او تازه مېوو د ورتګ لړۍ د دروازو په تړل کېدو سره بنده شوې ده.
په وار، وار افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو له کبله سوداګري هم قرباني کېږي او حکومتونه باید دغه ډول چلند ونهکړي. تر دې دمخه هم د سیاسي کړکېچونو او د ډیورنډ پر کرښه د لارو بندیز له کبله د دواړو غاړو سوداګرۍ ته درانه مالي زیانونه اوښتي.
د افغانستان او پاکستان ورځنۍ سوداګري لسګونه مېلیونه او کلنۍ سوداګري مېلیاردونه ډالرو ته رسېږي.

