د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر مهال اسلاماباد د افغانستان ټرانزیټي سوداګري هم بنده کړې وه؛ خو نن یې تر لس ورځني ځنډ وروسته بېرته پیل کړه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ټرانزیټي بار وړونکو موټرو د ترخیص بهیر پیل شوی دی.
د پاکستان ګمرک د ټرانزیټي سوداګرۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د بار وړونکو موټرو ګڼه ګوڼه خورا ډېره شوې او په درېیو بېلابېلو پړاونو کې به اوس دغه ټرانزیټ ته اجازه ورکول کېږي. ویل شوي، د ګنې ګوڼې تر ختمېدو وروسته به د ګمرکونو چارې هم له بېړني حالت څخه عادي حالت ته راوګرځي.
لومړي پړاو کې هغه موټرو ته اجازه ورکول کېږي، چې بندرونو ته نږدې وي او د دغو موټرونو وزن به هم بیا کتل کېږي. اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د دغو ټرانزیټي توکو بشپړه کتنه هم ترسره کېږي. د دغو موټرو لومړی پړاو له چمن څخه پیلېږي.
د ټرانزیتي سوداګرۍ بیا پیل د هغو سوداګرو، چلوونکو او بار وړونکو شرکتونو لپاره ښه زېری دی، چې د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو په موده کې له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دې نوي پړاو کې امنیتي او کنټرولي تدابیر یې سخت کړي؛ څو د قاچاق او ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي.
هممهاله ویل کېږي، چې د چمن دروازه هم د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې؛ خو د تورخم دروازه لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د نښتو له کبله ۱۲ورځې وړاندې تړل شوې دي؛ خو تازه یوازې د چمن دروازې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

