د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې تېره شپه ناوخته یې د کندهار میوند ولسوالۍ اړوند د لشکرګاه دوراهې سره په یوه برید کې دوه سیمه ییز طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړې.
دوی ویلي، چې په دې برید کې د طالبانو یو نظامي موټر هم تخریب کړی دی.
د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه علمیات یې تېره شپه تر سره کړي او شاوخوا نیم ساعت یې جریان درلود.
جبهې د خپل خبر سره د برید یوه ويډيو هم خپره کړې.
د دوی په خبره، چې د جبهې جنګالیو ته په دې عملیاتو کې زیان نه دی رسېدلی.
د کندهار سیمه ییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

