د پاکستان د ملي شورا غړي مولانا عبدالغفور حیدري په مشرۍ د پاکستاني علماوو پلاوي او ددغه هېواد د سنا مجلس غړي او د مذهبي چارو پخواني وزیر محمد طلحه محمود په اسلاماباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
به اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په دغو لیدنو کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې باید لا ښې شي.
سفارت وايي، دغه پلاوي د لارو بندول دواړو ولسونو ته زیانناک بللي او د تاوتریخوالي پر ځای یې د تفاهم لارې خپلولو غوښتنه کړې ده.

