د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چهارشنبه (د تلې ۳۰مه) ویلي، چې د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان له مخې یې په زابل او خوست ولایتونو کې ۲۲۲ رواني ناروغان راټول کړي او د درملنې لپاره یې د سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا کار یې د هغوی د درملنې او مناسب ټولنیز چاپېریال جوړولو لپاره کړی دی.

