ازادۍ جبهه: په کابل کې مو دوو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده

۱۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د کابل-جلال اباد پر لار د سروبي په سیمه کې یې په یوه برید کې یو طالب وژلی او یو بل ټپي کړی دی. د جبهې د معلوماتو له مخې، د دوی وسله‌والو دا برید د سیمې د طالبانو پر یوې پوستې کړی دی.

یادې جبهې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې د دوی وسله والو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو بیا تراوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو