د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د سلما بند د اوبو خوشې کېدو بهیر به د لړم مياشتې له لسمې نېټې پیل او د شلو شپو او ورځو لپاره به دوام ولري.
دا پرېکړه د طالبانو د هرات والي اسلامجار په مشرۍ او د اړوندو ادارو له استازو سره په ناسته کې شوې ده.
له دې وړاندې د تلي په ۲۴مه د طالبانو د هرات ولایت چارواکو اعلان کړی و، چې د سلما بند د اوبو د خوشې کولو پروګرام به د روان کال د لړم په ۱۰مه نېټه پیل شي او د شلو شپو او ورځو لپاره به دوام کوي.

