د افغانستان د خبریالان اتحاديي ویلي، افغان خبریال سید راشد کاشفي نن د شنبې په ورځ د شپږ میاشتو او ۱۸ ورځو بند تېرولو وروسته خوشې شو.
دغه اتحاديه زیاتوي، چې کاشفي د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۳مه نېټه د طالبانو له خوا نیول شوی و او د دې ډلې د محکمې له خوا په یو کال بند محکوم شوی و.
ازاد خبریال سید راشد کاشفي شپږ نیمې میاشتې وړاندې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و، خو د نوموړي د جرم په اړه څه نه دې ویل شوي.

