د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د جګړې پر دوام اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده. نوموړي ویلي، چې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې د کانګو جمهوریت خلک له تاوتریخوالي او کړاونو سره مخ دي.
ګوترېش ویلي، په کانګو جمهوریت کې دې له ځنډ پرته د سولې تړونونه وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، چې ملګري ملتونه به د کانګو او سیمې لپاره د سولهییزې راتلونکې جوړولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

