د طالبانو ۲۰۷ قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې ایران ته د ناقانونه سفر په تور ۱۴۴ کسان نیولي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو کسانو سره یې دوه انساني قاچاق کوونکي هم نیولي دي.
طالبانو زیاته کړې، چې نیول شوي کسان یې د پولې د امنیت د ټینګښت او غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوي په موخه نیولي دي.

