یونېسف په افغانستان کې د ۱.۵ میلیونو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل کړ

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې او تدریس موادو د وېش بهیر پیل کړی دی.

یونېسف وایي، دا پروګرام به د هېواد په ۱۵زرو ښوونځیو کې نږدې یو نيم (۱.۵) ميليونه زده‌کوونکي تر پوښښ لاندې راولي.

دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په وېشل کېدونکو موادو کې د درسي کتابونو، قرطاسیې او نورو اړینو توکو سربېره، د ښوونکو لپاره هم د تدریس ممد وسایل شامل دي.

یونېسف زیاتوي، دا مرسته د اسیا د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ ترسره کېږي او د دې پروګرام عملي پړاو نن د لوګر ولایت له ښوونځیو څخه پیل شوی دی.

څو ورځې وړاندې یونېسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان د زده‌کړې نظام له جدي ناورین سره مخ دی.

دغو بنسټونو ویلي وو، چې په افغانستان کې نه یوازې نجونې، بلکې هلکان هم له تعلیمي محرومیت او د زده‌کړې له ټیټ کیفیت سره مخامخ دي.

د افغانستان د زده‌کړو د وضعیت د دې دوو بنسټونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، تر اوسه له ۲.۱۳ میلیونه څخه زیات د ابتدايي ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له زده‌کړې بې‌برخې دي او هغه ماشومان هم چې ښوونځیو ته ځي، ډېری یې له ټیټې کچې زده‌کړې سره مخ دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال د ارزونې له مخې، له ۹۰سلنې زیات لس کلن ماشومان نشي کولای یو ساده متن ولولي، چې دا د «ښوونځیو پرته زده‌کړې» د ژور ناورین څرګندونه کوي.

د ښوونکو کمښت په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د درسي موادو محدودیت، د نصاب د بدلون ناڅرګندتیا، د نظارت ضعف او د ښوونځیو خراب بنسټیز حالت د زده‌کړې کیفیت نوره هم ټیټه کړې ده.

نږدې نیمایي ښوونځي له پاکو اوبو، تشنابونو او تودوخې وسایلو بې‌برخې دي او له زرو زیات ښوونځي د جګړو او طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.

یونېسف او یونسکو ویلي وو، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي، خو د هلکانو د منځنیو زده‌کړو ګډون هم په ټپه ولاړ دی او د لوړو زده‌کړو برخه کې یې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ ترمنځ د ګډون کچه ۴۰سلنه راټیټه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو