طالبانو په بدخشان کې خپل یو یاغي قوماندان نیولی او کابل ته یې لېږدولی

۲ ساعتونه مخکې

باخبره سر‍چینو ویلي، چې طالبانو په بدخشان کې د کانونو پخوانی رییس عبدالرحمان عمار په شهر بزرګ ولسوالۍ کې نیولی او کابل ته یې انتقال کړی دی. د یاد قوماندان کسانو په بدخشان کې د سرو زرو د یو کان پر سر په دغه ولایت کې د طالبانو له اوسني رییس سره وسله واله شخړه کړې وه.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې عبدالرحمان عمار د چار شنبې په ماښام د طالب چارواکو له خوا د بدخشان په شهر بزرګ کې ونیول شو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه طالب قوماندان د طالبانو د چارو ادارې د مرستیال په غوښتنه تسلیم شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، عبدالرحمان عمار د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز فصیح الدین فطرت او مولوي سیف الدین له ملاتړ څخه برخمن دی. فصیح الدین فطرت د سې شنبې په ورځ د طالبانو د خپلمنځي شخړې د حل په موخه بدخشان ته سفر هم کړی و، خو نوموړی په خپلو هڅو کې بریالی نه شو.

سرچینو ویلي، چې د سرو زرو د کان پر سر د شخړي پرمهال د طالبانو سرحدي کنډک هم په بدخشان کې د طالبانو د کانونو د اوسني مشر په ملاتړ د عبدالرحمن عمار له کسانو سره جګړه وکړه او وروسته طالبانو شهر بزرګ ولسوالۍ ته نور مرستندویه ځواکونه هم ولېږل.

وړاندې سرچینو ویلي و، چې د طالبانو په دې خپلمنځي شخړه کې درې طالبان وژل شوي دي.

عبدالرحمن عمار او شفیق الله حفیظي په بدخشان کې د طالبانو له نفوذ لرونکو سیمه ییزو قوماندانو شمېرل کېږي. عمار دمګړی کومه رسمي دنده نه لري، خو ګڼ شمېر کسان او وسلې په واک کې لري.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو پر اېستلو تمرکز ډېر کړی دی او تر دې وړاندې هم ددې ډلې ګسانو په بدخشان کې د کانونو پر سر شخړې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو