د طالبانو دفاع وزارت ځواکونه وايي د ډیورنډ فرضي کرښې کې د جګړې لپاره چمتوالی لري

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د طالبانو دفاع وزارت د ستراتيژيکو نشراتو او اطلاعاتو رییس عنایت‌الله "خوارزمي" په ختیځ زون کې د ډیورنډ فرضي کرښې له یو شمېر نقطو څخه لیدنې کړې.

د طالبانو ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې ویډیو کې د طالبانو ځواکونه وايي چې دوی د پاکستان د بریدونو پر وړاندې پوره چمتوالی لري.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هیله څرګنده کړې، چې وروستي نښتې دې له پاکستان څخه د افغانستان د پخوانیو سیمو د بېرته ترلاسه کولو لامل شي.
نوموړي د شنبې په ورځ په خوست کې وویل: «ښکاري چې د افغانستان هغه پخوانۍ خاوره چې د دوی [پاکستان] سره پاتې ده او یو فرضي کرښه پرې اېستل شوې، الله تعالی به یو سبب پیدا کړي چې بېرته ترلاسه شي.»

نور خبرونه

رادیو