د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي ناریشکین ویلي، چې مسکو له کابل سره د متقابلو ګټو او همکارۍ په اړه پلانونه جوړوي او افغانستان باید له [بهرنۍ] پوځي اډې پرته، خپلواک پاتې شي. نوموړی وايي، « دا هم د سیمې د هېوادونو او هم د افغانستان د خلکو په ګټه دي.»
د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس سرګي ناریشکین په سمرقند کې د خپلواکو هېوادونو «CIS» د امنیتي او ځانګړو خدماتو د مشرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې دمګړی له افغانستان سره د متقابلو ګټو مساوي همکارۍ لپاره تګلاره جوړوي.
ناریشکین وویل:«افغانستان تل د ډېرو نړیوالو لوبغاړو پام ځان ته اړولی دی. د روسیې دریځ دادی چې افغانستان باید په خپله خاوره کې د پوځي اډو پرته خپلواک دولت پاتې شي. دا هم د سیمې د هېوادونو او هم د افغانستان د خلکو په ګټه دي.»
دغه روسیې چارواکي ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره دوو اړخیزو همکاریو ته ډېره اړتیا ده.
ددغه روسي چارواکي په وینا، روسیه له افغانستان سره د ښو اړیکو او ګټورو دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.
هغه وویل، « د دوه اړخیزو او اقتصادي همکاریو تنظیم لپاره پلانونه جوړیږي او موږ له نورو هېوادونو څخه هم غوښتنه کوو چې ورته اقدام وکړي څو په افغانستان کې ریښتینې سوله ټینګه شي.»
د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو ګواښونه وکړل، خو طالبانو چاته د اډې ورکول رد کړي دي.

