جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) به د هغو افغانانو څلورمه ډله له پاکستان څخه جرمني ته ورسېږي، چې د دې هېواد د حکومت له لوري منل شوې ده.
دا الوتنه د پاکستان له اسلاماباد څخه د جرمني د هانوفر هوايي ډګر ته ترسره کېږي او هغه کورنۍ لېږدوي، چې مخکې د دغه هېواد له خوا منل شوې وې.
د «ولټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا د روان کال د مې له میاشتې راهیسې چې نوی حکومت رامنځته شوی، د کډوالو د لېږد څلورمه الوتنه ده. د یادونې ده، چې تېره اوونۍ هم ۱۴ افغانان جرمني ته رسېدلي و.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جرمني پخواني حکومت د هغو کسانو لپاره چې له ګواښ سره مخ وو، لکه سیمهییزو کارکوونکو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو ته په جرمني کې د مېشتېدنې ځانګړی پروګرام پیل کړ.
د جرمني اوسني حکومت بیا اعلان کړی، چې غواړي دا رضاکارانه پروګرامونه تر ممکنه حده ودروي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت په وينا، دا مهال نږدې ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې جرمني ته د لېږدېدو په تمه دي. د پاکستان حکومت جرمني ته د روان ميلادي کال تر پای پورې وخت ورکړی، څو د دغو کسانو دوسيې وروستۍ کړي.

